زابل کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۵ل)

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، د هېواد په کچه ۳۱۸ هغه ولسوالۍ چې روغتیايي خدمتونو ته لږ لاسرسی لري، د روغتیايي مرکزونو جوړولو په ملي پلان کې شاملې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، په شملزو ولسوالۍ کې د دغه روغتون جوړول هم د همدې پروګرام یوه برخه ده. د سیمې اوسېدونکو د روغتون د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پروژه به د ولسوالۍ د خلکو لپاره روغتیايي خدمتونه لا ښه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button