د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د نوي ترانزیټي دهلېز ازمایښتي پړاو په یوې میاشتې کې پیلېږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سړک نوي ترانزیټي دهلېز ازمایښتي پړاو به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې پیل شي.
د وزارت په وینا، د دې دهلېز موخه د مالونو لېږد اسانه کول، د ترانسپورټ وخت کمول او د درېیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراخول دي.
د یاد وزارت په خبره، په راتلونکي کې به دغه ترانزیټي دهلېز نور هم پراخ شي او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو او چین سره به ونښلول شي، چې ورسره به سیمهییزې سوداګرۍ او ترانزیټ ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.



