ایران د احتمالي بریدونو په ځواب کې به د سیمه ییزې انرژۍ مهم تأسیسات په نښه کړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا یا اسرائیل پر دغه هېواد نوي بریدونه وکړي، تهران به د سیمې د تیلو او ګازو مهمې زېربناوې په نښه کړي.

د راپور له مخې، د ایران په احتمالي هدفونو کې د سعودي عربستان د غوار د تیلو ستره ساحه، د ابقیق او خریس د تیلو تاسیسات، د متحده عربي اماراتو د رویس تصفیه‌خانه او د زاکوم د تیلو ساحه، د قطر د شمالي غدیر د ګازو ساحه او د راس لافان د مایع ګازو تاسیسات شامل دي.

راپور زیاتوي چې د کویټ د برګان د تیلو ساحه، د بحرین د سیترا تصفیه‌خانه او د اسرائیل د لیویاتان او تامار د ګازو ساحې هم د ایران د احتمالي هدفونو په لېست کې یادې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button