له قوشتپې کاناله لوړو تپو ته د څښاک اوبو رسولو پروژه پیلېږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۵ل)

د بلخ د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت ویلي، له قوشتپې کانال څخه لوړو تپو سیمې ته د څښاک اوبو رسولو پروژه به ژر عملي شي.

نوموړي ویلي، د بلخ ولایت مقام پرېکړه کړې چې د اوبو د لېږد لپاره له یاد کانال څخه لوړو تپو ته دوه نل‌لېکې وغځول شي، څو د سیمې د اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه هواره شي.

همت زیاته کړې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د لوړو تپو ګڼ شمېر اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button