ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه اقدام د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیح‌الله مجاهد” د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له لوري د اسلامي امارت د پنځو لوړپوړو چارواکو د معلوماتو او هویتي مشخصاتو د نوي کولو اقدام د «تېرو ناکامو تجربو دوام» بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان پر وړاندې باید د جګړې د وخت پالیسۍ بدلې شي.

مجاهد ویلي، چې دا ډول بندیزونو په تېر کې هم کومه اغېزه نه درلوده او د هغو بیا تکرار یوه ناکامه تجربه ده چې هېڅ لوري ته کومه لاسته راوړنه نه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان په تړاو باید د فشار او بندیزونو پر ځای، د تعامل او واقع‌بینانه سیاست لاره خپله شي.

مربوطه مطالب

Back to top button