متقاعد امریکايي جنرال: امریکا به فارس خلیج کې ۱۵ پوځي اډې له لاسه ورکړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د پوځ متقاعد جنرال “بري مککفري” وايي، ښايي د امریکا وسلهوال ځواکونه په سیمه کې د فارس خلیج ۱۵ پوځي اډو ته خپل لاسرسی د تل لپاره له لاسه ورکړي
مککفري ویلي، چې په سیمه کې وروستي بدلونونه داسې وضعیت رامنځته کړی، چې امریکا نور په فارس خلیج کې دغو پوځي اډو ته د پخوا په څېر لاسرسی نه لري.
هغه د دغو پوځي اډو د لاسرسي د له لاسه ورکولو احتمال د امریکا لپاره یوه مهمه او ستراتیژیکه ننګونه بللې ده.



