کابل ښاروالي: د کمپنۍ درېلارې د ځمکې لاندې سړک طرحه وروستۍ شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
د کابل ښاروالۍ وايي، د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ درېلارې د ځمکې لاندې سړک او ترافیکي دایرې د جوړولو طرحه وروستۍ شوې او پروژه یې اوس د ډیزاین په پړاو کې ده.
د ښاروالۍ په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې ترافیکي ګڼهګوڼه کمه او د کابل ښار د ترانسپورتي شبکې ظرفیت لوړ شي.
د طرحې له مخې، د کابل–کندهار پر سړک د تګ راتګ وسایط به د ۶۳۰ مترو په اوږدوالي، ۲۷ مترو په سور او ۶ مترو په ژوروالي له ځمکې لاندې سړک څخه تېرېږي، څو له سیمهییز ترافیک څخه جلا او له تم کېدو پرته خپل سفر ته دوام ورکړي.
د ځمکې پر سر به ترافیکي دایره، فرعي سړکونه، پلیلارې، د بایسکل چلولو لیکې او زرغونې سیمې هم جوړې شي.



