پکتیا کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

دغه پروژې د سیدکرم او احمدابا ولسوالیو په اړوندو سیمو کې شاملې دي، چې د احمدابا ولسوالۍ په وچ غړک سیمه کې د اوبو د ذخیرې بند او د سیدکرم ولسوالۍ په خانان‌خېلو کلي کې د یوه کانکریټي پل جوړول پکې شامل دي.

مسوولين وايي، د پروژو د پلي کېدو پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د اوبو او ترانسپورتي ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button