ولسمشر اردوغان: د صهیونیستي رژیم ناوړه اقدامات به له سخت غبرګون سره مخ شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان”خبرداری ورکړی، که صهیونیستي رژیم خپلو ناوړه اقداماتو ته دوام ورکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
ولسمشر اردوغان ویلي، د صهیونیستي رژیم د اقداماتو دوام د سیمې د وضعیت د لا خرابېدو لامل کېدای شي او ترکیه به د دغه ډول کړنو پر وړاندې خپل دریځ څرګندوي.
نوموړي ټینګار کړیو چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره باید د تاوتریخوالي او کړکېچ له زیاتولو ډډه وشي.
اردوغان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د اسرائیلو، فلسطین او سوریې ترمنځ د روان وضعیت له امله په سیمه کې اندېښنې لا هم دوام لري.



