د عمان ساحل ته نږدې د تېلو پر يوه بيړۍ برید شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، چې د عمان د «الشیصه» سیمې شمال ختیځ ته شاوخوا ۹ سمندري میله لرې، پر یوې د تېلو ټانکر بېړۍ د نامعلوم لوري له خوا برید شوی دی.

د یادې ادارې په وینا، په برید کې د بېړۍ د انجن خونه زیانمنه شوې او ټانکر له فعالیت څخه لوېدلی دی. د بېړۍ ټول کارکوونکي روغ دي او د پېښې له امله د احتمالي چاپېریالي زیان کچه لا نه ده معلومه.

يادې ادارې په سیمه کې له نورو بېړیو غوښتي چې احتیاط وکړي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو په اړه سمدستي راپور ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button