واشنګټن پر ایران د پراخو اقتصادي او سایبري بندیزونو اعلان وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
امریکا پر ایران پورې اړوندو یو شمېر ادارو، کسانو او بېړیو نوي بندیزونه لګولي دي. واشنګټن وايي، په دې بندیزونو کې پوځي او توغندیزو پروګرامونو سره تړلې د اکمالاتو شبکې او هغه سایبري ډلې هم شاملې دي چې د امریکا پر مهمو بنسټونو د بریدونو تور پرې لګېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر هغو شرکتونو او منځګړو هم بندیزونه لګېدلي چې د متحده عربي اماراتو، چین، سنګاپور او اروپا له لارې د ایران د تېلو او پتروشیمي محصولاتو په لېږد کې ښکېل دي.
دغه وزارت زیاته کړې، د سایبري بریدونو اړوند اقدامات له فدرالي تحقیقاتو ادارې سره په همغږۍ ترسره شوي او پر اته ایراني وګړو یې تور لګولی چې د امریکا د انرژۍ، دفاع، روغتیا او حکومتي ادارو شبکې یې هک کړې دي.



