جنرال محسن رضایي: امریکا د سیمې په راتلونکي کې هېڅ ځای نه لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي “جنرال محسن رضایي” وايي، د سیمې هېوادونه باید په خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي او امریکا به د سیمې په راتلونکي کې هېڅ ځای ونه لري.
دپارس توډي د راپور له مخې، رضایي دا څرګندونې د عراق د عالي قضایي شورا له رئیس ‘فائق زیدان” سره په لیدنه کې کړې دي.
رضایي د ایران او عراق ترمنځ ګډو تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ته په اشارې سره پر سیمه‌ییزو همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران د یوه خپلواک او پیاوړي عراق غوښتونکی دی.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي همدارنګه د ایران او عراق په پوله کې د مېشتو ایران‌ضدو ډلو د وضعیت د روښانه کولو او د هغوی د برخلیک د ټاکلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
بلخوا، فائق زیدان د ایران او عراق ګډو تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ته په اشارې سره د ایران له ملاتړ څخه مننه کړې او پر سیمه‌ییزو همکاریو یې ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button