د یمن حوثي ځواکونو په میون ټاپو د بشپړې ولکې ادعا کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن حوثي ځواکونو د مخالفو وسله والو له شاتګ وروسته د بابالمندب په سیمه کې د میون (پریم) ټاپو ته ننوتلي او په ټاپو د بشپړې ولکې ادعا یې کړې ده.
د سعودي له ملاتړه د برخمنو وسله والو یوې سرچینې ویلي، د حوثي ځواکونو اړوندې بېړۍ د “د دوی د ځواکونو” له وتلو وروسته میون ټاپو ته داخلې شوې دي.
نوموړي ویلي، حوثي ځواکونه اوس د بابالمندب سیمې او میون ټاپو بشپړ کنټرول په لاس کې لري.
بلخوا، بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې حوثي ځواکونو د جمعې په ورځ د یمن د سره سمندرګي پر ساحل د ذباب ښار او مراد ساحلي کلی هم نیولي دي.
میون ټاپو د بابالمندب په ستراتیژیک سمندري مسیر کې مهم موقعیت لري. بابالمندب د نړیوالې سوداګرۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او پر دې سیمې کنټرول د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري.



