امنیتي ځواکونو ۳۲۷ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او لسګونه زره ټابلیټونه نیولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تخار، زابل او ننګرهار ولایتونو کې د جلا عملیاتو پر مهال ۳۲۷ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په تخار کې ۱۵۷، زابل کې ۱۵۰ او د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي او د قاچاق او پلور په تړاو ۹ تنه هم نیول شوي دي.

بلخوا، په اروزګان، فراه او غور ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د پروسس دوه کارخونې له اړوندو کیمیاوي او نورو توکو سره کشف او له منځه وړل شوې دي.

همداراز، په کندهار کې ۷۴ زره او ۶۶۹ نشه‌يي ټابلیټونه او په کابل کې له زرو ډېر ټابلیټونه له نږدې ۲ کیلوګرامه چرسو سره یوځای نیول شوي او په تړاو یې ۵ تنه نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button