د دفاع وزارت لوړپوړی پلاوی د شیانګشان نړیوال فورم ګډون لپاره چین ته روان شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان دفاع وزارت لوړپوړی پلاوی د سرمفتش تورنجنرال مفتي حکیمي په مشرۍ د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د شیانګشان د ۱۳م نړیوال فورم کې د ګډون په موخه چین ته روان شو.
ټاکل شوې ده، تورنجنرال مفتي حکیمي په دغه نړیوال فورم کې د افغانستان رسمي استازیتوب وکړي او د کنفرانس ګډونوالو ته وینا وکړي.
نوموړی به د فورم په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو پلاویو سره هم لیدنې وکړي او پر اړوندو موضوعاتو به خبرې وکړي.



