بنګله‌دېشي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې 

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په کابل کې له یو شمېر بنګله‌دېشي پانګوالو سره لیدلي دي.

 په دې لیدنه کې پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شته فرصتونو په اړه خبرې کړې او په کرنه، د ټوکر تولید، کاشي جوړولو او وارداتو او صادراتو برخو کې یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

بنګله‌دېشي پانګوالو د اسنادو د پروسس، بانکي چارو، د پیسو لېږد، خامو موادو او ماشین‌لرونکو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ورته معلومات ورکړي دي.

دغه پانګوالو همداراز مولوي احمدالله زاهد ته د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د خپلو صنعتي فعالیتونو د لیدنې لپاره بنګله‌دېش ته د سفر بلنه ورکړې، چې نوموړي ترې هرکلی کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button