د ایران بهرنیو چارو وزارت: د یمن کلابندي د دغه هېواد د خلکو صبر ختم کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” ویلي، چې په یمن کې وروستي تحولات د دې ښکارندويي کوي چې د دغه هېواد د خلکو صبر نور پای ته رسېدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د یمن وضعیت باید له یوه اړخه ونه کتل شي او هغه «ظالمانه محاصره» له پامه ونه غورځول شي چې له کلونو راهیسې یمن ورسره مخ دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د یمن د وروستیو پېښو د ارزونې لپاره باید د کلونو اوږدې محاصرې او فشارونو ته هم پام وشي.



