جنرال یحیی سریع: په تعز او الحدیده کې مو ۶ ولسوالۍ نیولې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې، چې د لویدیځ ساحل په سیمو کې د مېشتو یاغیانو پر وړاندې یې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي او په ترڅ کې یې تعز او الحدیده ولایتونو کې شپږ ولسوالۍ له حکومت ضد وسله والو نیولې دي.
د یمني ځواکونو په بیان کې راغلي چې دغه عملیات د «والله أشد بأساً وأشد تنکیلاً» په نوم د سپتمبر په درېیمه نېټه د یمني پوځ او قبایلو په پراخ ګډون پیل شوي دي.
د بیان له مخې، په یادو عملیاتو کې د تعز او الحدیده شپږ ولسوالۍ، چې ټولټال شاوخوا ۶۴۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، د دوی تر کنټرول لاندې راغلي او اوس «خوندي او باثباته» دي.
یحیی سریع ادعا کړې، چې په دغو عملیاتو کې د سعودي پلوه ځواکونو ۷ پوځي فرقې، چې ۳۸ لواوې پکې شاملې دي، په نښه شوې، سلګونه کسان وژل شوي او نیول شوي دي.
د یحیی سرع په وینا، یو شمېر یمني بندیان هم له سعودي پلوه ځواکونو څخه خوشې شوي دي.
یمني ځواکونو همداراز ادعا کړې چې د عملیاتو پر مهال یې د سعودي جنګي الوتکو پر وړاندې ۳۲ دفاعي عملیات ترسره کړي او ۹ الوتکې یې نسکورې کړې دي.
یمني پوځ ټینګار کړی،چې سمندري تګ راتګ لاره د ټولو شرکتونو لپاره خوندي ده، خو هغه سعودي بېړۍ ترې مستثنا دي چې مخکې یې پرې بندیز اعلان کړی و.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ویلي چې د «محاصرې په بدل کې محاصرې» او د سعودي پلوه ځواکونو پر وړاندې د پوځي اقداماتو لړۍ به تر هغه دوام ولري، څو پر یمن بریدونه او محاصره پای ته ورسېږي.



