پاکستان: د کابل- اسلام آباد د اړیکو عادي کېدل د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پرمختګ ته زمینه برابروي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند “سجاد حیدر خان” وايي، کاسا-۱۰۰۰ او ورته سیمهییزې پروژې په تېرو څلورو یا پنځو کلونو کې نه دي مطرح شوې، بلکې د دغو پروژو طرحې څو لسیزې وړاندې رامنځته شوې دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو له عادي کېدو او د امنیتي ستونزو له کمېدو سره به د کاسا-۱۰۰۰ او نورو سیمهییزو پروژو چارې هم پرمختګ وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغو پروژو د پلي کېدو په بهیر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري مهمه بللې ده.
د یادونې وړ ده چې په قرغیزستان او تاجیکستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اړوندې برخې بشپړې شوې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دې پروژې د کارونو د بشپړېدو کچه ۸۰ سلنې ته رسېدلې ده.



