مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارې ۱۹۲ کورنۍ، چې ۸۸۷ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د ورځني راپور له مخې، له ۱۲۷ کورنیو سره ټولټال ۸۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې او ۳۹ کورنۍ د ۲۰۷ غړو په ګډون له کابل او سپین بولدک څخه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

راستنېدونکو ته د روغتیا، خوراک او مخابراتو په برخو کې هم خدمات وړاندې شوي، چې ۱۱۶ سیمکارتونه او زرګونه خوراکه ډوډۍ وېشل شوې او په تورخم، اسلام کلا او کابل کې ۱۴۴۱ ناروغان تداوي شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button