سعودي: د سوریې اشغالي سیمې ته د نتنیاهو سفر غیرقانوني دی او په کلکو ټکو یې غندو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې اشغال شویو سیمو ته د صهیونیستي ترهګر ریژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سفر غندلی او دغه اقدام یې «غیرقانوني» بللی دی.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي، نتنیاهو په دې سفر سره د سوریې ملي حاکمیت نقض کړی او د دغه هېواد پر خاوره یې تېری کړی دی.
د وزارت په وینا، سعودي عربستان د صهیونیستي ریژیم د لومړي وزیر دغه اقدام په کلکو ټکو غندي او د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.
د ویلو ده چې نتنیاهو تېره چهارشنبه د سوریې د اشغال شوې سیمې د جبلالشیخ له غره لیدنه کړې وه او ویلي یې وو چې اسرائیل پر دغې سیمې بشپړ کنټرول لري.



