د کابل–ننګرهار سړک د لته‌بند د پاتې ۲۰ کیلومتره برخې رغونې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت وايي، د کابل–ننګرهار سړک د لته‌بند مسیر د پاتې ۲۰ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د پروژې په ساحه کې ۳۰ عرادې ماشینري او لسګونه کارکوونکي پر کار بوخت دي.

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د پروژې له کاري بهیر څخه د لیدنې پر مهال د چارو د چټکتیا، کیفیت او پر ټاکلي وخت د بشپړېدو سپارښتنه کړې ده.

دغه مسیر تر سروبي ولسوالۍ پورې غځېږي او د پلګوټو او استنادي دېوالونو رغونه هم پکې شامله ده، چې د کابل–جلال‌اباد لارې د بندېدو پر مهال د بدیلې لارې په توګه کارېدلی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button