هرمز تنګي کې پر ایراني باروړونکې بېړۍ د توغندي برید کې یو کس وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
ایراني چارواکي وايي، د هرمز په تنګي کې د قشم ټاپو ته څېرمه پر یوې ایراني سوداګریزې کانټینري بېړۍ نامعلومه مرمۍ لګېدلې چې له امله یې د بېړۍ د عملې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د قشم والي ویلي، پېښه نن سهار د هینګام ټاپو ته نږدې شوې، خو تر اوسه د لګېدلې مرمۍ ډول نه دی معلوم او د برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخيستی.



