هرات کې د ۶۵ ميليونه ډالره په پانګونې د رومي بانجانو د روب ۱۳ فابریکې فعاليت کوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
په هرات ولایت کې د رومي بانجانو د رب تولید ۱۳ فابریکې فعالیت کوي چې د دغو فابریکو په برخه کې ټولټال ۶۵ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، یادې فابریکې هره میاشت شاوخوا ۳ زره ټنه رومي بانجان له کورنیو کروندګرو او تولیدوونکو اخلي.
دغو فابریکو د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار په رامنځته کولو سره د رومي بانجانو د ضایعاتو د کمېدو او کورنیو تولیداتو ته د ارزښت زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.
د مسؤلينو په وینا، د رب د تولید د صنعت پراختیا کولی شي د هرات د کرنې د پیاوړتیا او د بزګرانو لپاره د باوري بازار په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.



