افغانستان کې د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون کسانو ته رسېدلی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ وايي، اوس مهال په هېواد کې لږ تر لږه یو نیم میلیون کسان پر سرطان اخته دي.
دغه بنسټ د شنبې په ورځ، د وږي په ۲۱مه، ویلي چې هر کال په هېواد کې شاوخوا ۵۰ زره نوې د سرطان پېښې ثبتېږي.
د بنسټ په وینا، د سرطان د ناروغانو دغه شمېر د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو او د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ چمتو شوی دی.



