مسؤلين: د مزارشریف ښاروالۍ ۹۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۲ پراختیايي پروژې پلي کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت وايي، د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۹۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۲ پراختیايي پروژې روانې دي.

د مزارشریف ښاروالۍ په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو قیر او کانکریټ اچول، د پلچکونو جوړول، د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، د سړکونو ترمیم، د پلي‌لارو موزاییک‌کاري، د کانالونو جوړول، څلورلارو او منارو جوړول، د ښار روښانتیا، د شنو ساحو پراختیا او نورې زیربنايي چارې شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button