خلیلزاد: پاکستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” ویلي، پاکستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سربېره د خلکو د بې‌باورۍ له بحران سره هم مخ دی.

خلیلزاد د «ایپسوس» د یوې نظرپوښتنې په حواله ویلي، چې له ۷۶ تر ۸۹ سلنې پورې پاکستانیان باور لري چې هېواد یې په ناسم لوري روان دی.

نوموړي د خلکو له نظرونو او اندېښنو سترګې پټول جدي تېروتنه بللې او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید په خپل اوسني سیاست کې بدلون راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button