د یمن جګړه؛ حوثي ځواکونو سره سمندر کې د دوه نورو ستراتیژیکو ټاپوګانو کنټرول ترلاسه کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د یمن حوثي ځواکونو په سره سمندر کې د دوو نورو ستراتیژیکو ټاپوګانو کنټرول ترلاسه کړی دی.
راپورونه وایي، د حوثیانو دغه پرمختګ دوی د جیبوتي په سیمه کې د امریکا له مهمې پوځي اډې څخه شاوخوا ۳۲ کیلومترۍ واټن ته رسولي دي.
د سرچینو په وینا، د دغو ټاپوګانو کنټرول د سره سمندر او بابالمندب په سیمه کې د حوثیانو ستراتیژیک موقعیت لا پیاوړی کوي.



