سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره مخه ښې کتنه وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت مخه ښه لیدنه کړې ده.

حقاني په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه د ژاو شېنګ د ماموریت موده اغېزمنه بللې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې یې د نوموړي رول مثبت ارزولی دی.

د وزارت په وینا، ژاو شېنګ د خپل ماموریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت له همکارۍ مننه کړې او د افغانستان او چین تاریخي اړیکې یې مهمې بللې دي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو اړیکو او همکاریو د پراختیا هیله هم څرګنده کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button