د افغانستان برېښنا شرکت او ترکمنستان تخنیکي پلاوي د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا او نورالجهاد سبسټېشن په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان برېښنا شرکت د ترکمنستان له تخنیکي پلاوي سره د ۵۰۰ کېلوولټ وارداتي برېښنا لېږد او د هرات د نورالجهاد سبسټېشن پروژو په اړه ګډه تخنیکي ناسته ترسره کړې ده.
په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د پروژو پر تخنیکي ظرفیتونو، کاري بهیر، نویو پرمختګونو، اړتیاوو او شته ستونزو خبرې او معلومات شریک شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ناستې په دوام کې به د دغه شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار په ګډون عمومي غونډه هم ترسره شي او پر مهمو مواردو به ګډې هوکړې وشي.
د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژه د هېواد د برېښنا اړتیاوو پوره کولو، د سوداګرۍ او صنعت د پراختیا او اقتصادي ثبات لپاره مهمه بلل شوې ده.



