د ایران دفاع وزیر: جګړې ته بشپړ چمتو والی لرو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست “مجید ابنالرضا” ویلي، هېواد یې د هر ډول نوي ګواښ پر وړاندې د مقابلې او د جګړې د بل پړاو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي تسنیم خبري اژانس ته ویلي، په واشنګټن کې هغه کسان چې فکر کوي ایران د ګواښونو له امله وېرېدلی او خپله تګلاره به بدله کړي، «سخته تېروتنه کوي.
ابنالرضا ټینګار کړی چې ایران تر اوسه د خپلو دفاعي وړتیاوو یوازې یوه کوچنۍ برخه ښودلې او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړ چمتو والی لري.



