جوزجان: د غلو ۱۳ کسیزه وسله واله ډله له وسلو او غلا شویو توکو سره ونیول شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۵ل)

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ کشفي او امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د غلا په تړاو د یوې ۱۳ کسیزې وسله والې ډلې ټول غړي له غلا شویو سرو زرو او نغدو پیسو سره نیولي دي.
د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په لومړي پړاو کې د دغې ډلې اووه غړي نیول شوي وو، چې د څېړنو او نورو عملیاتو په پایله کې یې شپږ نور شریکان هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شویو کسانو څخه درې میله کلاشینکوفونه، ۱۲ شاجورونه، ۲۵۲ فیره مرمۍ، دوه تومانچې، یو موشکوش، یوه روسي برچه، درې نظامي پرتلې، اته جوړې نظامي چمپرې، اته ولچکونه، یو برقي چارجر او یو لاسي بم هم ترلاسه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button