د ایران بریدونو په سعودي او کوېټ کې د امریکا پوځي اډو ته پراخ زیانونه اړولي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا «سي بي اېس نیوز» شبکې په یوه راپور کې د نویو انځورونو له خپرولو سره ویلي، چې په سعودي عربستان، کوېټ او د منځني ختیځ په یو شمېر نورو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې له پراخو زیانونو سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، په سعودي کې د شهزاده سلطان هوايي اډې کې یوې «بوینګ ای-۳ سنتري» الوتکې ته مستقیم زیان رسېدلی او د الوتکې لکۍ ترې جلا شوې ده؛ همداراز د اډې ودانۍ او بارکونه هم زیانمن شوي دي.

راپور زیاتوي، ورته زیانونه په کوېټ کې د «بیورینګ» پوځي کمپ کې هم لیدل شوي، چې د امریکايي ځواکونو، زغره‌والو وسایطو او ځینو الوتکو لپاره مهم مرکز بلل کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت د عمومي مفتش په تازه راپور کې ویل شوي، چې د ایران د بریدونو له امله د امریکايي تجهیزاتو د زیانونو ارزښت ۳.۷ میلیارد ډالرو ته رسېږي او نږدې ۶۰ الوتکې هم پکې شاملې دي؛ دغه راپور وايي، چې د امریکا پر اډو په کوېټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې بریدونه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button