اسرائیل او سعودي عربستان د حوثیانو پر ضد د ګډ پوځي ملاتړ پر لارو خبرې کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
امریکايي «اکسیوس» وېبپاڼې د دوو اسرائیلي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا، اسرائیلو او یو شمېر عربي هېوادونو لوړپوړو پوځي قوماندانانو تېره اوونۍ په جرمني کې په یوه پټه غونډه کې د ایران پر وړاندې د جګړې او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
په غونډه کې د اسرائیلو، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، کوېټ، قطر، اردن او مصر د پوځونو لوی درستیزانو ګډون کړی و.
د راپور له مخې، اسرائیل او سعودي عربستان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په مرسته پر هغو لارو خبرې کوي چې اسرائیل د حوثیانو پر ضد د سعودي په پوځي عملیاتو کې ملاتړ وکړي.
ویل شوي، په دې ملاتړ کې د استخباراتي معلوماتو، څارنې او کشفي چارو مرسته شامله ده؛ ورته مرسته اسرائیلو مخکې له متحده عربي اماراتو سره کړې وه.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ هم د اته هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو د غونډې جوړېدل تایید کړي دي.

