د یمن حوثي ځواکونه:: مأرب کې مو د سعودي F-15 جنګي الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ‘”جنرال یحیی سریع” ادعا کړې چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو په روانه اوونۍ کې د یمن پر بېلابېلو ولایتونو له ۴۵۰ ډېر هوايي بریدونه کړي، چې د دوی په وینا، په پایله کې یې ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
یحیی سریع په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې سعودي الوتکو د «F-15» او «تایفون» ډول جنګي الوتکو په وسیله د تعز، لحج، الجوف، حجه، مأرب، صعده او البیضاء ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې دي.
سریع زیاتوي چې یمني ځواکونو د مأرب ولایت په فضا کې د سعودي یوه «F-15» جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.
د یمن پوځ ادعا کړې چې له پېښې وروسته سعودي ځواکونو دوه جنګي الوتکې، چې «F-15» او «تایفون» الوتکې پکې شاملې وې، د نسکورې شوې الوتکې د پاتې شونو د موندلو لپاره سیمې ته استول شوي؛ خو یمني ځواکونو پرې د ځايي جوړو شوو توغندیو بریدونه کړي او د دوی په وینا، یادې الوتکې یې شاتګ ته اړ کړې دي.
د اعلامیې له مخې، د یمن وسلهوال ځواکونه به د هېواد د هوايي حریم او حاکمیت د ساتنې لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې د سعودي هغه ادعاوې هم رد شوې چې ګواکې له یمن څخه مکې مکرمې ته ګواښ متوجه دی. یمني پوځ ویلي، د دوی عملیات د سعودي د د تېلو پر تاسیساتو او پوځي اډو متمرکز دي او له مقدسو ځایونو څخه لرې ترسره کېږي.



