ازبیکستان او ناروې د افغانستان پر وضعیت او سیمهییز ثبات خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ میزان ۱۴۰۵)
د ازبیکستان او ناروې چارواکو په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان پر روان وضعیت، سیمهییز ثبات او د ګاونډیو هېوادونو پر رول خبرې کړې دي.
د ازبیکستان د مرکزي اسیا د نړیوال انسټیټیوټ رئیس او د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال جولان وهابوف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د وضعیت او په تړاو یې د ازبیکستان پر عملي تګلارې بحث شوی دی. نوموړي ویلي، د افغانستان راتلونکی د مرکزي اسیا له ثبات او هوساینې سره نږدې تړاو لري.
وهابوف زیاته کړې، چې د ازبیکستان په تګلاره کې د سوداګرۍ، د ترمذ له لارې د بشري مرستو لېږد او د افغانستان د ترانسافغان اوسپنېپټلۍ په څېر د زیربنايي او نښلوونکو پروژو ملاتړ شامل دی، چې افغانستان له پراخو سیمهییزو بازارونو سره نښلولی شي.



