قطر: افغانستان کې د اړمنو او بې‌ځایه‌شویو خلکو لاسنیوي ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت په نړیوالو چارو کې وزیرې “مریم بنت علي بن ناصر المسند” ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي.

د راپورونو له مخې، نوموړې ویلي چې قطر په افغانستان، غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه کې بشردوستانه فعالیتونه ترسره کړي او د جګړو له امله د بې‌ځایه‌شویو خلکو ملاتړ یې کړی دی.

المسند ټینګار کړی چې د جګړو پر مهال باید د اوبو سرچینې خوندي وساتل شي او له جګړه‌ځپلو خلکو سره نړیوالې بشردوستانه مرستې دوام ومومي.

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله میلیونونه کسان کډوال شوي او سلګونه زره نور په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي. په همدې حال کې، نړیوالو بنسټونو هم د اړمنو افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

بلخوا، د اسلامي امارت چارواکو هم په بېلابېلو وختونو کې غوښتي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي او د اړمنو خلکو لپاره دوام ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button