د حوثیانو ادعا؛ عدن کې مو د سعودي اېتلاف پر پوځي مرکز توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د واکمنې حوثي ډلې ځواکونو ادعا کړې، چې د دغه هېواد په عدن ښار کې یې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف پر یوه پوځي هدف د بالستیک توغنديو بریدونه کړي دي.

د یمني پوځي ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د عدن ښار په «بدر کمپ» کې یې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف د پوځي عملیاتو خونه په بالستیک توغنديو په نښه کړې ده.

سریع ادعا کړې، چې برید دقیق او مستقیم و، خو د دغه برید په پایله کې یې د اوښتو زیانونو او احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی و، چې د یمن په عدن هوايي ډګر کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button