ولسمشر پزشکیان: د جګړې غوښتونکي نه یو، خو د دښمن زور ته به سر ټیټ نه کړو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” وايي، هېواد یې د جګړې په لټه کې نه دی، خو د دښمن د زور او زورواکۍ پر وړاندې به هېڅکله سر ټیټ نه کړي.
پزشکیان ټینګار کړی، چې امریکایان فکر کوي ایران د دوی د بریدونو او بندیزونو پر وړاندې د درېدو توان نه لري، خو په وینا یې، ایران به د دغو فشارونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.
د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ او د امریکا د بندیزونو پر سر اختلافات دوام لري.



