اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو پر دوام ټینګار وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله ۱۴۰۵):
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، په دوحه کې یې د افغانستان په اړه د همغږۍ په غونډه کې ګډون کړی او د افغانستان له خلکو سره یې د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې یې د نجونو زدهکړې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، تغذیه، د خوړو خوندیتوب او د بشري او اقتصادي مرستو برابرول د افغانستان په اړه خپل لومړیتوبونه بللي دي.
یاد سازمان له نړیوالو شریکانو، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې سره د همکارۍ پر دوام هم ټینګار کړی، څو افغانستان ته بشري او اقتصادي مرستې په همغږې او منظمه توګه ورسول شي. دغه سازمان همداراز له افغان چارواکو سره په یادو برخو کې پر رغنده تعامل ټینګار کړی دی.


