د سعودي په ملک فهد هوایي ډګر ډرون برید؛ ۳ تنه وژلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۵ل)

د سعودي عربستان پر ملک فهد هوايي ډګر د برید له امله ۳ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه برید پرون ترسره شوی او سعودي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی دی.

په ورته مهال، امریکايي چارواکو په سعودي عربستان کې له خپلو ډیپلوماټانو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي. د راپور له مخې، امریکا همداراز غواړي د خپلو ډیپلوماټانو د کورنیو غړي هم له سیمې وباسي.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو کې د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د بریدونو او کړکېچ کچه لوړه شوې ده.

بلخوا، یو شمېر هېوادونو له دواړو لورو غوښتي چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي. دغو هېوادونو د سعودي عربستان ملاتړ څرګند کړی او د حوثیانو بریدونه یې په سیمه کې د ناامنۍ د پراخېدو لامل بللي دي.

سعودي عربستان هم په وار وار د حوثیانو بریدونه غندلي او په یمن کې یې د پراخو پوځي عملیاتو ګواښ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button