د اسلامي امارت زعیم په ۲۰۵ البدر قول اردو کې مجاهدینو ته وینا وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله ۱۴۰۵):
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وايي، د اسلامي امارت زعیم شیخ الحديث هبة اللّٰه اخندزاده پرون غرمه په ۲۰۵ البدر قول اردو کې مجاهدینو ته د وینا پر مهال د لمانځه، دیني زدهکړو، تقوا او اسلامي اخلاقو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د نوموړي په وینا، هغه ویلي، مجاهدین باید د لمانځه ارکان او شرایط په سمه توګه ادا کړي، د دین په ټولو برخو کې پوهه ترلاسه کړي او د خپلو ښو اخلاقو له لارې د ټولنې لپاره ښه بېلګه واوسي.
د اسلامي امارت زعیم همداراز مجاهدینو ته سپارښتنه کړې، چې د قرآن کریم قرائت، تجوید او معنا زده کړي، د جوماتونو درناوی وکړي، د علم زدهکړې ته دوام ورکړي او د خپلو مشرانو او استادانو اطاعت وکړي.
هغه پر دې هم ټینګار کړی، چې د بیتالمال له وسایطو او وسلو څخه په سمه توګه ساتنه وکړي، له قومیتپالنې او انډیوالپالنې ډډه وکړي، خپلمنځي یووالی وساتي او شخصي ګټې د نظام له ګټو قربان کړي.


