عراقچي اسرائیلو ته: موږ هم ځینې نیمګړي کارونه لرو، د بیا جګړې لپاره چمتو یو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي’ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته په خبرداري کې ویلي، چې تهران د احتمالي پوځي مخامخېدو لپاره چمتو دی او د ایران د وړتیاوو بیا ازمېښت به د اسرائیلو په ګټه تمام نه شي.

عراقچي د نتانیاهو د ګواښونو په غبرګون کې ویلي: «تېر ځل چې مو غوښتل کار پای ته ورسوئ، ایران تر پخوا لا پیاوړی راڅرګند شو. غواړئ یو ځل بیا خپل بخت وازمویئ؟ مهرباني وکړئ، موږ چمتو یو؛ خو پام مو وي، موږ هم ځینې نیمګړي کارونه لرو.»

نوموړي همدارنګه نتانیاهو تورن کړی، چې له قضايي ستونزو او زندان څخه د ځان ژغورلو لپاره هڅه کوي امریکا یوې بلې جګړې ته راکاږي.

د عراقچي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د لفظي ګواښونو او سیمه‌ییزو کړکېچونو دوام د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي جګړې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button