صنعا ته څېرمه د حوثیانو پوځي مرکزونو ته نږدې چاودنې شوې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
العربیه خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د یمن پلازمېنې صنعا ښار ته څېرمه د واکمنې حوثي ډلې اړوند پوځي مرکزونو ته نږدې څو چاودنې شوې دي.
د راپور له مخې، چاودنې د صنعا ښار سوېل ختیځ ته د ‘نُقم غره” په الحفا پوځي قرارګاه او همدارنګه د دغه ښار په شمال کې د حوثیانو پوځي مرکزونو ته نږدې شوې دي.
تر اوسه د دغو چاودنو د لامل، احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.



