سپاه پاسداران امریکايي بېپیلوټه الوتکه نیولې ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” اعلان کړی، چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د قشم ټاپو په سوېلي فضا کې یوه امریکايي «MQM-170» ډوله بېپیلوټه الوتکه د برېښنايي جګړې په وسیله تر خپل کنټرول لاندې راوستې او په سالمه توګه یې پر ځمکه کېنولې ده.
د سپاه پاسداران په وینا، دغه عملیات د برېښنايي جګړې متخصصینو ترسره کړي او له دې پېښې سره د هغو امریکايي بېپیلوټه الوتکو شمېر چې د ایراني ځواکونو لاس ته لوېدلې دي، نهو ته رسېدلی دی.
سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې د ایران پر وړاندې هر ډول دښمنانه اقدام به د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شي.



