حوثي ځواکونه د عدن ښار پر لور د پرمختګ په حال کې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن حوثي ځواکونو د سعودي له ملاتړه د برخمنو ملېشو له شاتګ وروسته د ستراتیژیک عدن ښار پر لور خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او د دغه ښار د نیولو هڅې یې چټکې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د سعودي ملېشو شاتګ د عدن ښار د احتمالي کلابندۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د یمن په ساحلي سیمو کې یې د اکمالاتو مهمې لارې له ګواښ سره مخ کړې دي.

راپورونه زیاتوي، چې د سعودي ملېشو د پلازمینې “عدن” پر لور د حوثي ځواکونو پرمختګ د سعودي عربستان له ملاتړه پر برخمنو ملېشو پوځي فشار زیات کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button