کابل ټکی کام ۱۳غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د رومانیا هېواد ولسمشر کالوس لاهونیس نن د افغانستان کندهار ولایت ته رسېدلی دی، او هلته یې په هوايي ډګر کې له خپلو رومانیايي سرتېرو سره خبرې اترې کړي دي.
د ایساف ځواکونو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د رومانیا د ولسمشر سفر تأیید شوی دی، او ویلي یې دي، چې هلته یې په هوايي ډګر کې له مېشتو رومانیایي سرتېرو سره کتلي دي.
د خبرپاڼې د خبر له مخې چې کالوس لاهونیس د لیدنې پر مهال د افغانستان په جنوب کې د ایساف روزنیز ماموریت ښه ارزولی دی.
خبرپاڼې د کالوس لاهونیس د سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د یادولو ده، چې د دغه هېواد ۲۳ سرتیري د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.


















