ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د حيله په ذريعه په مدرسه باندې د زکوة مصرفول
پوښتنه : اسلامي مدرسې ته د زکوة ورکول روا دي او که نه؟ مدرسه د يوه قوم دى او د همدغه قوم هلکان او د ښار نور کوچينان په هغې کې اسلامي زده کړه ترسره کوي، آيا په همداسې مدرسه کې دننه د صدقه فطر، يا د قرباني پستوکي يا د زکوة روپۍ مصرف کيدلاى شي او که نه؟ د قوم خلک مالدار او صاحب نصاب دي، همداسې مدرسو ته زکوة ورکول کيدلاى شي او که نه؟ که چيرته نور د تعصب په بناء مدرسې ته چنده نه ورکوي نو دا ويره شته چې مدرسه بنده کړى شي، نو آيا په همداسې صورت کې هم زکوة پکې مصرف کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : د زکوة روپۍ د غريبانو او مسکينانو طالب العلمانو په خوراک، يا جامه او د زده کړه په سامان باندې بطور تمليک طالبانو ته د ورکولو لپاره مصرف کيدلاى شي، د مدرسينو په تنخوا ګانو يا په تعمير کې نشي مصرف کيدلاى، که چيرته بل کوم آمدن نه وي او د مدرسه بنديدلو ويره وي نو په همداسې صورت کې د زکوة روپۍ له شرعي حيله سره مصرف کيدلاى شي، يعنې چې کوم مستحق ته په تمليک ورکړى شي او هغه يې بيا له خپل لوري مدرسې ته ورکړي نو روا کيږي ([1]).
همدا رنګه ليکل شوي :
پوښتنه : له زيد سره د زکوة يو شمير روپۍ دي، زيد په همدغو روپيو د مسلمانانو لپاره يو هال (يعنې يو لوى ځاى د وعظونو، اجتماعاتو او تقريرونو لپاره) يا کوهي، يا پل، يا جومات او وغيره په جوړولو کې مصرف کول غواړي، د همدې لپاره زيد په مدرسه کې د مروجه حيله په ډول حيله وکړه، نو آيا په همدغو مذکوره مصارفو کې د زکوة مصرفول روا دي او که نه؟ د مذکوره حيله صورت داسې دى چې زيد روپۍ را واخيستې او يوه مستحق زکوة ته يې ورکړې، او هغه همدغه روپۍ بيرته را واخيستې او هيبةً يې بيرته زيد ته واپس ورکړې، بل دا که چيرته له همدې څخه کوم بهتر صورت د حيله وي راته بيان يې کړى؟.
ځواب : مذکوره حيله د سخت حاجت په ځاى کې روا دى، او د هغې صورت هغه دى کوم چې په پوښتنه کې ذکر شوى، د مسلمانانو د ضروري اجتماعاتو لپاره د يوه پراخ او وسيع مکان جوړول هم يو معتبر ضرورت دى، د دې لپاره همدغه حيله په کار راتللاى شي ([2]).
د نصاب تعريف
د زکوة نصاب د مال هغې ځانګړې (خاص) مقدار (اندازې) ته ويل کيږي په کومه باندې چې شريعت زکوة فرض کړى دى او د کوم له اندازې څخه په کم مال کې چې زکوة واجب نه دى، مثلاً د اوښانو لپاره پنځه ويشت او نور شمير، د ميږو لپاره څلويښت او د سپينو لپاره دوه سوه درهم او د سرو لپاره شل مثقال.
په دې هکله په نفحات التنقيح کې داسې ليکل شوي :
د زکوة نصاب د مال هغې ځانګړې (خاص) اندازې (مقدار) ته ويل کيږي په کومه باندې چې شريعت زکوة فرض کړى دى، مثلا د اوښانو لپاره پنځه، د ميږو لپاره څلويښت، د سپينو لپاره دوه سوه درهم او د سرو لپاره شل مثقال او وغيره ([3]).
د نصاب ډولونه
نصاب په دوه ډوله دى (١) نامي، يعنې زياتيدونکى مال او (٢) غير نامي، يعنې نه زياتيدونکى مال، بيا نامي په دوه ډوله دى، حقيقي او تقديري، د حقيقي اطلاق په تجارتي مال او ځناورو باندې کيږي، ځکه چې تجارتي مال په نفع سره زياتيږي او ځناور د بچيانو په پيدا کيدلو سره زياتيږي، د تقديري اطلاق په سرو او سپينو باندې کيږي، همدغه شيان په ظاهره نه زياتيږي، مګر د زياتيدلو صلاحيت لري، د نصاب غير نامي اطلاق په کورونو او د کور په اسباب باندې کيږي، کوم چې له ضرورت اصليه نور وي.
په دې هکله په نفحات التنقيح کې داسې ليکل شوي :
بيا نصاب په دوه ډوله دى، يو نامي او بل غير نامي، نامي يعنې زياتيدونکى مال او غير نامي يعنې نه زياتيدونکى مال، بيا له نماء او زياتوالي څخه مراد حقيقي زياتوالى نه دى مراد، بلکې مطلب دا دى چې په همغه مال کې به د زياتوالي صلاحيت وي، خواه د تجارت په ذريعه وي يا د اسامت ([4]) په ذريعه وي، ځکه چې په تجارت سره هم مال زياتيږي او نفع ترلاسه کيږي، او د سائمه ځناورو په پالنې سره هم په مال کې زياتوالى راځي، شيدې او غوړي هم ترلاسه کيږي او بچيان هم پيدا کيږي، نو ګوا که تجارت او اسامت د مال د نماء (زياتيدلو) اسباب دي او د زکوة لپاره چونکه د مال نامي کيدل ضروري دي نو له همدې امله که چيرته د ځناورو له قبيلې څخه وي نو د اسامت نيت او که چيرته د نورو مالونو له قبيلې څخه وي نو د تجارت نيت ضروري دى، البته په سرو او سپينو کې د تجارت نيت حلقةً موجود دى او له تجارت پرته د هغوى په عين سره د خپلو ضرورتونو د پوره کولو لپاره کومه فايده نشي پورته کيدلاى، نو له همدې امله له تجارت پرته هم هغه مال د تجارت مال شميرل کيږي، ځکه چې نيت د تعين لپاره کيږي او هغه دمخه حلقةً د تجارت لپاره متعين کړى شوي دي، پرته له نورو سامانونو څخه چې له تجارت پرته په خپله د هغوى په ذات سره فايده پورته کيدلاى شي، لهذا د تجارت د تعين لپاره نيت شرط شوى دى ([5]).
د نصاب غير نامي اطلاق په کورونو او د کور په اسباب باندې کيږي کوم چې له ضرورت اصليه څخه زيات وي ([6])
په نصاب نامي او غير نامي کې توپير
په نصاب نامي او غير نامي کې توپير (فرق) دا دى چې د نصاب نامي په مالک (څښتن) باندې زکوة فرض وي، همدا رنګه د هغه لپاره د نورو د زکوة، نذر او د واجبو صدقو د مال اخيستل صحي نه دي او په هغه باندې د صدقه فطر ورکول او قرباني کول واجب دي، او د نصاب غير نامي په مالک (څښتن) باندې زکوة فرض نه دى، مګر د هغه لپاره هم د زکوة، نذر او د واجبو صدقو د مال اخيستل صحي نه دي، همدا رنګه په هغه باندې هم د صدقه فطر ورکول او قرباني کول واجب دي ([7]).
په دې هکله په نفحات التنقيح کې داسې ليکل شوي :
په نصاب نامي او غير نامي کې فرق (توپير) دا دى چې د نصاب نامي په مالک باندې زکوة فرض دى، همدا رنګه د هغه لپاره د نورو زکوة، نذر او د واجبو صدقو د مال اخيستل صحي نه دي، او په هغه باندې قرباني کول او د صدقه فطر ورکول واجب دي، او د نصاب غير نامي په مالک باندې زکوة فرض نه ده، مګر د هغه لپاره هم د زکوة، نذر او د واجبو صدقو د مال اخيستل صحي نه دي، همدا رنګه په هغه باندې هم د صدقه فطر ورکول او قرباني کول واجب دي ([8]).
يوه پوښتنه او د هغې ځواب
پوښتنه : له مال نامي څخه مراد څه دى؟ او د زکوة لپاره که د مال نامي حدود بيان کړى شي او بل دا چې آيا يوازې په مال نامي کې زکوة فرض دى؟.
ځواب : د زکوة د وجوب لپاره تقريباً (٩) شرطونه دي، يو شمير شرطونه له مالک (څښتن) سره تعلق لري او يو شمير يې له مال سره.
له مکلف سره تعلق لرونکي شرطونه :
(١) اسلام.
(٢) حريت.
(٣) بلوغ.
(٤) عقل.
له مال سره تعلق لرونکي شرطونه :
(١) نصاب ته د مال رسيدل.
(٢) تام (پوره) ملک.
(٣) له حاجت اصليه څخه د مال فارغيدل.
(٤) له قرض څخه د مال فارغيدل.
(٥) حولان حول (د کال تيريدل).
(٦) د مال نامي کيدل.
د مال نامي کيدل له هغو شرايطو څخه دي له کوم پرته چې په مال باندې زکوة نه واجبيږي، د دې تفصيل دا دى چې نمو په دوه ډوله دى :
(١) حقيقي.
(٢) تقديري.
نمو حقيقي هغه ده کومه چې په ميږو او د تجارت په مالونو کې پيدا کيږي، له کال وروسته حقيقةً ميږې د تولد او تناسل په ذريعه زياتيږي، او د تجارت مال هم د منافعو (ګټو) له امله حقيقةً زياتيږي.
نمو تقديري هغه ده چې مال له هغه سره يا د هغه له نائب (امين – وکيل) سره ايښودل شوى وي، که چيرته هغه وغواړي نو استنماء کولاى شي، بيا هر يو له دوى څخه په دوه ډوله دى :
(١) خلقي.
(٢) عملي.
خلقي هغه ده کوم چې په پيدايشي ډول الله تعالى په هغه کې دننه ايښى دى، لکه سره او سپين، همدغه دواړه شيان الله تعالى د نماء له صفت سره پيدا کړي دي، ځکه چې په همدې دواړو سره بالاعيان ګټه پورته کول ممکن نه دي، تر څو پورې چې هغه خرڅ نکړل شي، لهذا هر کله چې په همدغو دواړو شيانو کې نماء حقيقي شوه نو اوس په دواړو کې زکوة واجبيږي، که د تجارت نيت وکړي او که يې ونکړي.
نماء عملي يا فعلي هغه ده کومه چې له همدې دواړو پرته په پاتې نورو ټولو شيانو کې وي، په ميږو کې په نيت د اسامت سره دى او په تجارتي مالونو کې په نيت د تجارت سره دى.
د تجارت او اسامت نيت هغه وخت معتبر دى کله چې فعل له تجارت او اسامت سره متصل (پيوسته) وي، بيا د تجارت نيت که صراحةً وي او که دلالةً، د صراحةً مثال دا دى چې د خريد او فروخت کولو پر مهال دا اراده وکړى شي چې زه په دې سامان کې تجارت کوم، او دلالةً دا دى چې د خريد او فروخت پر مهال هيڅ اراده نه وي، ليکن خريد او فروخت په عروض تجارت کې واقع وي، پس د نمو څلور قسمونه شول ([9]).
([1]) کفايت المفتي، ج : ٤، ص : ٣٠٤، بحواله : هنديه، کتاب الزکوة، ج : ١، ص : ١٧٠، الدرالمختار، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ٢٧١.
([2]) کفايت المفتي، ج : ٤، ص : ٣٠٤ – ٣٠٥، بحواله : الدرالمختار، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ٢٧١.
([3]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١١٩.
([4]) اسامت : هغه ځناور کوم چې د کال په زياتره برخه کې په خپله څري او په څښتن باندې د هغو د ساتلو کوم بوج نه وي (نفحات التنقيح)
([5]) البدائع، ج : ٢، ص : ١١، ومنها کون المال ناميا.
([6]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١١٩ – ١٢٠.
([7]) مظاهر حق جديد، ج : ٢، ص : ١٦٧.
([8]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١٢٠.
([9]) خير الفتاوى، ج : ٣، ص : ٢٧٣ – ٢٧٤، بحواله : فتاوى عالمګيري.


















