عراقي ځواکونو بشیر ښارګوټی له داعش ډلې بېرته ونیوو

کابل ټکی کام ۱۳غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
یو شمېر نړیوالو رسنیو د عراق د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي دي، چې د دوی ځواکونو بشیر ښارګوټی له داعش ډلې بېرته نیولی دی.
د کردي چارواکو له قوله چې دغه ښارګوټی پرون د کردي ځواکونو او شیعه ملېشو له لورې محاصره او بیا ونیول شو.
د کردستان محلي امنیتي شورا او شیعه ځواکونو هم رسنیو ته تأیید کړې ده، چې دغه ښارګوټي د داعش ډلې له لاسه وتلی دی.

باید ووایو، چې کردي ځواکونو او شیعه ملېشو دغه ښارګوټی د امریکا د ائتلاف په هوايي ملاتړ له داعش ډلې نیولی دی.
د یادولو ده، دغه ښارګوټی څه موده وړاندې د داعش ډلې لاسته ورغلی وو، چې دغه ښارګوټي ته څېرمه په نورو ښارګوټو یې هم حملې کولې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button