غزه کې د اسرائیلي ټانګ ډزو، یوه فلسطینۍ مېرمن وژلې

کابل ټکی کام ۱۷غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د نړیوالو خبري رسنیو د خبر له مخې چې اسرائیلو د غزې له فلسطینیانو سره دا ځل ناوړه او عجیب جنایت ترسره کړی دی، چې یوه فلسطینۍ مېرمن یې د ټانک په ډزو وژلې ده.

العالم خبري اژانس د ځايي مسئولینو له قوله لیکلي دي، چې د اسرائیلي ټانګ په ډزو کې یوه فلسطینۍ مېرمن وژل شوې ده، او بله ټپي شوې ده.

له بلې خوا اسرائیلو د دغې پېښې په تأیید کې ویلي دي، چې دوی د ټانګ دغه ډزې د فلسطینیانو د راکټ په ځواب کې کړي دي.

په فلسطین کې مبارز حماس اسلامي غورځنګ ویلي دي، چې د اسرائیلو له خوا په غزه کې نوي جنایتونه او حملې د زغملو نه دي.

د یادولو ده، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم اسرائیلو په غزه کې پر ناوړه جنایتونو لاس پورې کړی وو، چې د ځمکني او هوايي بریدونو په مټ یې په پنځوسو ورځو کې لږ تر لږه ۲ زره ۲۵۰ غیر نظامي فلسطینیان ووژل، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button